
کابل ټیلیګراف ۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو ستره محکمه وایي، د کوچني اختر په مناسبت د هېواد له زندانو ۲ زره او ۴۶۳ کسان خوشې کړي دي.
د یادې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کسان د دوی د مشر د یوه حکم له مخې خوشې شوي دی.
د دغه حکم له مخې، د ۳ زره او ۱۵۲ نورو بندیانو د بند موده هم کمه شوې ده.
په افغانستان کې د حکومتونو لهخوا د بنديانو خوشې کول یو دود ګرځېدلی، چې تر ډېره د مذهبي او ملي جشنونو پر مهال ترسره کېږي. د طالبانو تر واکمنۍ مخکې، پخواني حکومتونه هم د کوچني او لوی اختر، د استقلال د ورځې، او د نوروز په مناسبت د بنديانو د خوشې کولو پرېکړې کولې.