خبرونهلوبې

پاکستان په لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې هم له نیوزیلینډ ماتې وخوړه

کابل ټیلیګراف ۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د نیوزیلینډ کرکټ ملی لوبدلې پاکستان ته د درې یوه ورځنیو لوبو په لومړۍ لوبه کې په ۷۳ منډو ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې کوربه نیو زیلینډ په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۴ منډې جوړې کړې، په کې مارک چیپمن ۱۳۲ او ډیرل مچل ۷۶ منډو جوړولو سره تر نورو غوره وځلیدل.

د پاکستان اوپنر عثمان خان په ۳۹ او عبدالله شفیق په ۳۶ منډو د کیویز بالرانو ښکار شول، وروسته د پاکستان درېیمه ویکټ د کپتان محمد رضوان په ۳۰ منډو ولوېده. 

د درې ویکټو له لاسه ورکولو وروسته، بابر اعظم په ۸۳ بالونو ۷۸ منډې جوړې کړې او آوټ شو. 

د بابر اعظم له وتلو وروسته د پاکستان ټولې ویکټې یو په بل پسې ولوېدې، طیب طاهر ۱، عرفان خان ۰، نسیم شاه ۰، حارث روف ۱، عاکف جاوید ۱ او محمد علي په ۰ منډو آوټ شول، او په دې توګه د پاکستان ټوله لوبډله په ۴۴ اورونو او یو بال کې ۲۷۱ منډو جوړولو سره وسوزیده.

تر دې وړاندې نیو زیلینډ پاکستان ته په پنځه شل اوریزو لوبو سریز کې هم ۴-۱ ماتې ورکړې وه.