خبرونهنړۍ

اسرائيلو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ فلسطیني وګړي وژلي

کابل ټیلیګراف ۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

اسرائیلو د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د غزې په بېلا بېلو سیمو کې د بمباریو په ترڅ کې ۵۰ فلسطیني وګړي وژلي دي.

د رسنیو په راپورونو کې ویل شوي، په خان یونس کې د دغه وژل شویو کسانو په ډله کې اکثریت ماشومان او میرمنې دي.

تېره ورځ اسرائیل د غزې په مارکیټ او نورو بېلابېلو سیمو باندې بریدونه وکړل او نور ۴۰ فلسطینیان یې شهیدان کړل.

د یادونې وړده، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې نېټې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي تېرو له امله د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۵۰ زرو څخه اوښتی دی.