خبرونهنړۍ

امریکا د سویلي سوډان پاسپورټ لرونکو ته د دغه هېواد ورکړل شوې ویزې لغوه کوي

کابل ټیلیګراف – ۱۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو اعلان کړی دی چې د سویلي سوډان ټولو پاسپورټ لرونکو ته ورکړل شوي امریکایي ویزې لغوه کوي.

د را پورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو خبرداری ورکړی دی چې که د ټرمپ اداره غواړي کوم بهرني وګړي له هېواده وباسي، نو اړوند هېواد باید د خپلو هغو وګړو په وخت بېرته ستنېدل یقیني کړي.

مارکو روبیو ویلي دي چې د سویلي سوډان موقتي حکومت د دې اصولو په درناوي کې پاتې راغلی دی، له همدې امله د بهرنیو چارو وزارت د سویلي سوډان ټولو پاسپورټ لرونکو ته ورکړل شوي امریکایي ویزې لغوه کوي.

هغه زیاته کړې، امریکا ته د سویلي سوډان د اوسیدونکو د راتګ مخنیوي لپاره به اوس نوې ویزې هم ورنه کړل شي.

مارکو روبیو وویل چې د سویلي سوډان موقتي حکومت دې له امریکا څخه د ګټو راټولول بند کړي، که سویلي سوډان بشپړه همکاري وکړه نو د نوې پالیسۍ بیا کتنه به وشي.