
کابل ټیلیګراف – ۱۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
سعودي عرب د حج سیزن له امله پاکستان په ګډون ۱۴ هېوادونو پر موقتي ویزو بندیز لګولی دی.
د را پورونو له مخې؛ دا بندیز به د عمرې، سوداګریزو او فامیلي ویزو اړوند وي او تمه کیږي، چې د جون تر نیمایي پورې به دوام وکړي.
په دغه را پورو کې ویل شوي، چې د پاکستان عمرې ویزې لرونکي کسان د اپریل تر ۱۳مې نیټې مخکې سعودي عربستان ته ننوتلی شي او باید د همدې میاشتې تر ۲۹مې نیټې مخکې بیرته خپل وطن ته ستانه شي.
په دغه هېوادونو کې د پاکستان سربیره، هندوستان، بنګلدېش، مصر، انډونیزیا، عراق، نایجیریا، اردن، الجزایر، سوډان، ایتوپیا، تونس او یمن شامل دِي.
سفارتي سرچینو ویلي دي چې سعودي حکومت پاکستان ته په رسمي توګه د دې پرېکړې خبر ورکړی دی.