
کابل ټیلیګراف – ۱۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
پاکستاني رسني وايي، د سعودي عربستان حکومت د حج د مراسمو پرمهال د دغه هېواد پر وګړو باندې له حج پرته د نورو ويزو بنديز لګولی دی.
د رپوټونو له مخې، سعودي عربستان دا بندیز د ۱۴ هېوادونو پر وګړو وضع کړی چې يو يې هم پاکستان دی.
د پاکستان جيو نیوز تلويزيون په يو راپور کې ویلي چې دا بندیز به يوازې د سوداګریزو او سیاحتي/ فامیلي ویزو لپاره وي او دغه راز یې هغو پاکستانیانو ته هم له د اپرېل تر ۲۹مې له سعودي عربستان څخه د وتلو امر کړی چې سعودي عربستان ته د عمرې د ادا کولو په نیت تللي دي.
دا پرېکړه به پر پاکستان سربېره د هند، بنګله دېش، مصر، اندونیزیا، عراق، نایجیریا، اردن، الجزایر، سوډان، اتوپیا، تونس او یمن پر وګړو هم عملي کېږي.