افغانستانخبرونه

پاکستاني پولیسو تېره ورځ ۳۰۷ افغانان کډوالو د سیند له ایالت څخه اخراج کړي

کابل ټیلیګراف – ۱۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له‌ مخې د سیند ایالت د اطلاعاتو وزیر ویلي، چې تېره ورځ (یکشنبه، د وري ۱۷مه) له دغه ایالت څخه ۳۰۷ تنه افغان کډوال اخراج شوي دي.

ورته‌مهال د پنجاب ایالت سیمه‌ییزو چارواکو هم ویلي، چې ۱۵۷ افغان کډوال یې د دې ایالت له جهلم سمیې څخه نیولي او د تورخم فرضي کرښې له لارې یې افغانستان ته لېږلي دي.

باید وویل شي، چې پاکستاني پولیسو د تېرو څو ورځو راهیسې د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو لپاره په بېلابېلو برخو کې پراخ عملیات پیل کړي، چې د ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو بنسټونو له غبرګون سره مخ شوي دي.