
کابل ټیلیګراف – ۱۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک ویلي، چې نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته سفر وکړي.
کابل کې د ایران سفارت وایي، چې اتابک دغه خبره افغانستان لپاره د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره د لیدنې پرمهال کړې ده.
د یاد سفارت په وینا؛ د ایران د صنعت وزیر په دې لیدنه کې له افغانستان سره پر همکارۍ هم ټینګار کړی دی.
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، ایران له هغو محدودو هېوادونو څخه دی چې خپل سفارتیې فعال وساته او د تعامل سیاستیې غوره کړ. د ایران چارواکو په ځلونو ټینګار کړی چې غواړي له افغانستان سره اقتصادی او ترانزیتي همکاري نوره هم پیاوړې کړي.
په دې وروستیو کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د صنعتي همکاریو پر پراخېدو هم تمرکز شوی. د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر راتلونکی سفر کابل ته ښيي چې تهران غواړي په افغانستان کې د خصوصي سکتور، صنعت، او صادراتو برخه کې عملي ګامونه واخلي.