
کابل ټیلیګراف – ۱۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د سوریې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې هېواد د انتقالي دورې ولسمشر احمد الشرع په لومړي ځل متحده عربي اماراتو ته سفر کوي او له هغې وروسته به ترکیې ته ولاړ شي.
نوموړي خپل لومړنی بهرنی سفر د روان زېږدیز کال په فبرورۍ میاشت کې سعودي عربستان ته وکړ.
احمد الشرع له دې وړاندې ترکیې ته هم سفر کړی و.
د سوریې کورنۍ جګړه چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې روانه ده، دغه هېواد له سختو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو کړکیچونو سره مخ کړی. له کلونو نښتو، سیاسي بدلونونو او نړیوالو مداخلاتو وروسته، د انتقالي دورې د ولسمشر احمد الشرع ظهور د سوریې د سیاسي ثبات لپاره یو نوی فصل بلل کېږي.
احمد الشرع، چې د یو انتقالي مشر په توګه یې نړیوالې ټولنې هم تر یوه حده ملاتړ څرګند کړی، هڅه کوي چې سوریه له انزوا راوباسي او له سیمهییزو هېوادونو سره خپلې اړیکې بېرته ورغوي. د هغه لومړنی بهرنی سفر سعودي عربستان ته، چې د سیمې یو مهم هېواد دی، د سوریې د دیپلوماټیکو اړیکو د بیا رغولو یوه مهمه هڅه وه.
اوس چې نوموړی متحده عربي اماراتو ته سفر کوي او له هغه وروسته ترکیې ته، دا ښيي چې سوریه د خپل سیاسي اعتبار د بېرته ترلاسه کولو او د سیمې له کلیدي هېوادونو سره د همکاریو پراخولو لپاره نوې تګلاره غوره کړې ده.