
کابل ټیلیګراف – ۱۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د هېواد په کچه د اوړو او نورو غلهجاتو د عمده پلور لپاره د بیو ټاکلو په موخه یو مرکز پرانیستل شو.
بلخ ولایت کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه مارکېټ کې د اوړو او نورو غلو دانو د بولۍ بازار له جوړېدو وروسته به د تېلو، ګاز او اسعارو د بیو ټاکلو لپاره هم مرکزونه جوړ شي.
دا لومړی ځل دی د غلو دانو عمده پلور ته د بیو ټاکلو په موخه د هېواد په کچه دغه ډول یو مرکز پرانیستل کېږي.
له کلونو جګړې، اقتصادي بندیزونو او نړیوالو مرستو د بندېدو وروسته، د افغانستان اقتصادي وضعیت ډېر خراب شوی دی. په ځانګړي ډول د خوراکي توکو لکه اوړو، غوړو، غنمو، وریجو او د تېلو بیې وخت ناوخت بېثباته وي، او عام خلک یې تر ټولو ډېر اغېزمنوي.
په دې منځ کې، د قیمتونو د تنظیم لپاره د بازارونو نظارت او ارزونه اړینه ګڼل کېږي. طالبان، چې اوس مهال د هېواد د ډېری برخو د اداري واک پر غاړه لري، هڅه کوي د بیو د تنظیم لپاره نوی سیستمونه او میکانېزمونه رامنځته کړي.