خبرونهنړۍ

ایران: د عمان په کوربتوب د ایران او امریکا ترمنځ غیر مستقیمې خبرې پیل شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په خپل ایکس پاڼه لیکلي، ایران او امریکا به د شنبې په ورځ په عمان کې د لوړپوړو چارواکو په کچه د غیر مستقیمو خبرو لپاره سره وویني. 

هغه زیاته کړې، دا یوه موقع او هم یو امتحان دی او توپ د امریکا په لوبغالي کې دی.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره شپه د اسرائيلو لومړي وزیر سره د لیدنې پر مهال خبر ورکړ، چې له ایران سره مستقیمې خبرې اترې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران ویلي، له امریکا سره مستقیمې خبرې نه کوي.