
کابل ټیلیګراف – ۱۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
رسنیو خبر ورکړی، چې امریکا په پام کې لري، چې د یمن ترڅنګ افغانستان ته د پاتې نورو یا ټولو مرستو استول ودروي.
رویټرز خبري اژانس پرون د شپږو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت په پام کې لري څو افغانستان او یمن ته د دې هېواد د پاتې نورو یا ټولو مرستو استول ودروي.
رویټرز لیکلي، چې په دې پرېکړه کې د نړۍوالو ادارو لکه د خوړو نړۍوال پروګرام، د ملګرو ملتونو د نفوذ وجهي صندوق او یو شمېر غیر دولتي سازمانونو د مالي ملاتړ ځنډول شامل دي.
سرچینې خبرداری ورکړی، چې د مرستو بندول به په دواړو هېوادونو کې د پراخې لوږې، غیر قانوني کډوالۍ او د افراطیت د ودې لامل شي.
په افغانستان کې دا پرېکړه څه باندې ۲۳ مېلیونه خلکو لپاره حیاتي مرستو ته د لاسرسي ګواښ رامنځته کوي او په یمن کې نږدې ۱۹ مېلیون خلک بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.
یاده دې وي، چې ملګري ملتونه له افغانستان سره د نړۍوالو بشري مرستو د دوام غوښتونکي دي.
د دغه سازمان په وینا، له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو بندول به په دغه هېواد کې د قحطۍ او لوږې لامل شي.