
کابل ټیلیګراف – ۱۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
پروان کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله یو تن مړ شوی او اووه نور ټپیان دي.
د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې لومړۍ پېښه په غوربند دره کې د دوو موټرو د ټکر او دوېیمه په د دغه ولایت په مرکز رباط سیمه کې د یوه موټرسایل کې د چپه کېدو له امله شوې ده.
سرچېنې لیکلي چې په دغو دواړو پېښو کې یو کس ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپيان دي.