افغانستانخبرونه

ایران له دغه هېواد څخه په تدریجي ډول د افغان کډوالو پر ویستلو ټینګار کړی

کابل ټیلیګراف – ۱۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران د بهرنیو چارو وزیر طالبانو سره د همکارۍ او د افغان کډوالو د تدریجي استنېدو پر اهمیت ټینګار کړی.

په کابل کې د ایران سفارت خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې د ایران سفیر علی‌رضا بیکدیلي د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره لیدلي دي. 

دې سفارت په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د تهران او طالبانو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار کړی ترڅو د تفاهمونو جدي تعقیب او د ایران څخه د افغان کډوالو تدریجي راستنېدو اسانتیاوې برابرې شي. 

هغه همداراز د افغان کډوالو پر هغې ونډې ټینګار کړی چې د افغانستان په جوړښت او پرمختګ کې یې لرلای شي. 

د ایران سفارت ویلي چې بیکدیلي په دې لیدنه کې عراقچي ته د تهران او طالبانو د اوسني اړیکو وضعیت په اړه معلومات ورکړي دي. 

که څه هم ایران د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني، خو له دې ډلې سره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري. 

په دې سره سره، ایران پر افغان کډوالو فشارونه، نیونې او ایستل زیات کړي او هره ورځ ګڼ شمېر کډوال له دې هېواد څخه اخراجوي.