
کابل ټیلیګراف – ۱۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو د چارو د مرکز مشر نادر یاراحمدي، تېره شپه په یوه تلویزیوني خبرو اترو کې د افغان کډوالو د وضعیت د منظمولو خبر ورکړی دی.
یاراحمدي ویلي چې د روان لمریز کال له لومړۍ نیمایي وروسته، یوازې هغه کډوال چې ویزه او د اوسېدو کارت ولري، په ایران کې ژوند کولی شي او نور اسناد به د دې هېواد لپاره د منلو وړ نه وي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي دا هم ویلي چې د «شبه قانوني» کډوالو د برخلیک ټاکلو کار پیل شوی او د روان کال تر پایه به د دوی وضعیت روښانه شي.
«شبه قانوني» اصطلاح هغو کډوالو ته کارول کېږي چې د سرشمارۍ پاڼه لري او د یاراحمدي په وینا، د دوی شمېر شاوخوا ۲ میلیونه کسان دي.
(اوسمهال په ایران کې له ۶ میلیونو او ۱۰۰ زرو څخه زیات بهرني اتباع شته چې له دې شمېر څخه شاوخوا ۴ میلیونه یې ثبت شوي سوابق لري او له ۲ څخه تر ۲.۵ میلیونو پورې کسان په غیرقانوني توګه په دې هېواد کې اوسي.)
د ایران د کورنیو چارو وزارت سلاکار ویلي چې ایران هغو افغان کډوالو ته چې د سرشمارۍ پاڼه لري، یو کلن اقامت ورکولی شي، خو پاتې نور باید افغانستان ته ستانه شي.
د ایران د کډوالۍ د طرحې له مخې، یوازې هغه کورنۍ چې یو مور یا پلار یې د آمایش کارت ولري او نور یې د سرشمارۍ پاڼه ولري، د ایران یو کلن اقامت ترلاسه کولی شي.
د دې طرحې له مخې، مجرد کسان او هغه کورنۍ چې مور او پلار یې د سرشمارۍ پاڼه لري، باید ایران پرېږدي.
د دې ایراني چارواکي په وینا، په تېر یوه کال کې له یو میلیون څخه زیات افغان کډوال له دې هېواد څخه وتلي دي.