
کابل ټیلیګراف – ۲۰ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
په بدخشان ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، تاجکستان ته یې د ۵۰۰ سره پسونو د قاچاق مخه نیولې او یو قاچاقچي یې د ۹ ساتونکو او موټر چلوونکو سره یوځای نیولی دی.
د یادې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار وایي، په اشکاشم ولسوالۍ کې یې تاجکستان ته د ۵۰۰ سره پسونو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
هغه وویل: قاچاقچیانو غوښتل چې دا مواشي په غیرقانوني ډول د څلورو کوماز ډوله موټرو په مرسته د اشکاشم له پولې، څخه چې تاجکستان سره نښتې ده، بهر ته انتقال کړي.
کامګار زیاته کړه، دوی له پسونو بار موټر ضبط کړې او په تور یې یو قاچاقي له نهه ساتونکو او موټر چلوونکو سره یو ځای نیولی دی.