افغانستانخبرونه

د دوو بریتانوي اتباعو دوسیه قضایي بنسټونو ته سپارل شوې

کابل ټیلیګراف – ۲۰ وری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې د دوو بریتانوي اتباعو نیول د یوې کوچنۍ موضوع له امله شوي او د دوی دوسیه قضايي بنسټونو ته سپارل شوې ده.

هغه هیله څرګنده کړې چې دا موضوع به ډېر ژر د شرعي پرېکړې پر بنسټ حل شي او په دې اړه د اندېښنې څه نه شته.

نوموړي ټینګار کړی چې د دې بریتانوي جوړې موضوع یوه کوچنۍ مسله ده او لویه ستونزه نه ده.

دغه دوه بریتانوي اتباع، چې ویل کېږي افغاني تذکرې یې هم درلودې، د تېر کال په وروستیو کې د طالبانو له خوا نیول شوي او تر اوسه د دوی د نیولو اصلي لامل نه دی روښانه شوی.