افغانستانخبرونه

طالبانو میدان وردګو ولایت کې څلور کسان په دُرو ووهل

کابل ټیلیګراف – ۲۰ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو ستره محکمه وایي، په میدان وردګو ولایت کې څلور کسان په دُرو ووهل شول.

د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، د ميدان وردګ ولايت جلريز ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې څلورو کسانو ته چې پر غلا متهم وو تعزیري سزا ورکړل شوه.

خبرپاڼې له مخې، ابتدائيه محکمې د متهمينو له ډلې دوه تنه پر دوه ـ دوه کاله تنفيذي بند او ۲۵ ـ ۲۵ دُرو، درېيم متهم پر درې کاله او شپږ مياشتې تنفيذي بند او ۲۵ دُرو او څلورم متهم پر دوه کاله او اته مياشتې تنفيذي بند او ۲۵ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو دغه کار په وار وار په کور دننه او بهر غندلی شوی دی.