خبرونهلوبې

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله له مراکش سره لوبه کوي

کابل ټیلیګراف – ۲۰ وری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي چې د افغانستان، مراکش، چین او پرتګال د فوټسال لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شي.

دې بنسټ اعلان کړی چې د دې سیالیو لپاره د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله مراکش ته تللې ده.

دا سیالۍ، چې په دې هېواد کې ترسره کېږي، ټاکل شوې چې د راتلونکې یکشنبې تر ورځې به دوام وکړي.

افغانستان به د دې سیالیو په پای کې د کوربه مراکش سره یوه دوستانه لوبه هم وکړي.