
کابل ټیلیګراف – ۲۰ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستاني رسنیو د را پور له مخې؛ په دغه هېواد کې د طالبانو تحریک یا ټي ټي پي د امریکا جوړ شوي (FGM-148 Javelin) د ټانک ضد لارښود او پرسونل ضد توغندي ترلاسه کړي.
دا توغندي چې د یوه قیمت یې دوه سوه زره امریکایي ډالر دی، تل خونو او چورلکو په نښه کولو لپاره هم کارول کیږي او له ډزو وروسته په اتومات ډول خپله موخه پيدا او لمنځه یې وړي.
پاکستاني رسنیو ویلي، دا توغندی د سیمې لپاره جدي امنیتي ننګونه رامنځته کړې او ټي ټي پي ته دا وړتیا ورکوي چې د پاکستان هره برخه په نښه کړي.