خبرونهنړۍ

جرمني د کډوالۍ تګلارې او د تابعیت قوانین بدلوي

کابل ټیلیګراف – ۲۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د جرمني د بایرن ایالت د دولت مشر مارکوز زودر وایي چې جرمني د کډوالۍ په تګلارو کې د بدلونونو له لارې د غیرقانوني کډوالو د ننوتلو مخه نیسي.

ښاغلي زودر زیاتوي چې د هېواد د کډوالۍ تګلارې د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي، جنایتکارو کډوالو افغانستان او سوریې ته بېرته لېږلو، د کورنۍ د یوځای کېدو بهیر ځنډولو او د تابعیت په قانون کې د بدلونونو د راوستلو په موخه بدلېږي.

هغه دا هم ویلي چې جرمني به د پناه‌غوښتونکو د منلو بهیر هم محدود کړي.

د جرمني د بایرن ایالت د دولت مشر د کډوالۍ په تګلارو کې دا بدلونونه د جرمني لپاره مهم بللي دي.