خبرونهسينمالوبې

رونالډو فلمي نړۍ ته مخه وکړه

کابل ټیلیګراف – ۲۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د فوټبال نړۍ مشهور ستوري کریستیانو رونالدو د فلم جوړونې نړۍ ته مخه وکړه.

د را پورونو له مخې؛ هغه د انګلیسي مشهور پروډیو سر متیو وان سره په ګډه د UR•MARV په نوم د فلم جوړونې سټوډیو جوړه کړې.

دوی تر دې مخکې دوه اکشن فلمونه په ګډه تولید کړي دي او ډېر ژر به د درېیم فلم تولید پیل کړي.

په داسې حال کې چې لا هم د دې پرتګالي ستوري د تقاعد په اړه کوم خبر نشته، د هغه سینما ته ننوتل د فوټبال او سینما د ډېرو مینه‌والو پام ځان ته اړولی دی.