
کابل ټیلیګراف – ۲۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د لغمان ولایت په مرکز کې ناڅرګنده کسانو د عمران په نوم یو ځوان په ډزو وژلی.
یوې سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: دغه پېښه بیګا د لغمان مرکز سه صدۍ په ناني کلا سیمه کې رامنځته شوې.
دغه سرچینې ویلي، عمران چې نږدې ۳۳ کاله عمر یې درلوده، له چا سره کومه دښمني نه درلوده او د کورنۍ نفقې پیدا کولو په موخه یې دوکانداري کوله.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي، خو وروستیو کې هدفي وژنې زیاتې شوي دي.