د سنګاپور چانګي د نړۍ په کچه د غوره هوايي ډګر مقام تر لاسه کړ

کابل ټیلیګراف – ۲۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د سکای ټریکس په نوم د هوايي شرکتونو سلا کارې ډلې د ۲۰۲۵ کال لپاره د نړۍ د غوره هوايي ډګرونو کلنۍ فهرست خپور کړی، چې په دې کې د اسیا څخه د سینګارپور چانګي هوایي ډګر د نړۍ په کچه لومړی مقام تر لاسه کړی.
په حقیقت کې تېرو څو کلونو راهیسې د نړۍ د غوره هوايي ډګر سیالي د قطر او سنګاپور ترمنځ روانه ده.
تېر کال د قطر حمد نړیوال هوايي ډګر د نړۍ د غوره هوايي ډګر اعزاز خپل نوم کړی و، خو سږ کال د سنګاپور چانګي هوايي ډګر د نړۍ د غوره هوايي ډګر مقام ترلاسه کړ، په داسې حال کې چې قطر دویم ځای خپل کړ.
د سنګاپور دا هوايي ډګر په ټولیز ډول ۱۳م ځل دا اعزاز خپل کړی او تر دې مخکې یې په ۲۰۲۳ کال کې هم د نړۍ غوره هوايي ډګر بلل شوی و.
د اوبه ویز او شیشې پل سره سمبال د سنګاپور دا هوايي ډګر له کلونو راهیسې د خلکو د پاملرنې مرکز دی.
په دې هوايي ډګر کې سپاګانې (spas)، هوټلونه، هنري ګالرۍ، یو موزیم، یو سینما او د ډایناسورونو تیم پارک هم شته.
د یادونې وړده، چې د نړۍ د ۵۶۵ هوايي ډګرونو د شته اسانتیاوو لکه د ترمینل ترتیب، د وای فای شتون او رستورانونو په اړه د خلکو د نظرونو په پام کې نیولو سره دا فهرست جوړ شوی دی.
د جاپان ټوکیو هینیدا هوايي ډګر د نړۍ درېیم غوره هوايي ډګر بلل شوی، په داسې حال کې چې دا د نړۍ تر ټولو پاک هوايي ډګر هم اعلان شوی دی.
د سویلي کوریا انچیون هوايي ډګر څلورم مقام خپل کړ، په داسې حال کې چې د ټوکیو ناریتا هوايي ډګر ۵م ځای لري.
د هانګ کانګ نړیوال هوايي ډګر د نړۍ شپږم غوره هوايي ډګر و، چې ورپسې د پاریس چارلس ډیګال هوايي ډګر ۷م مقام په خپلولو بریالی شو.
د روم فلومیچینو هوايي ډګر ۸م، د جرمني میونخ هوايي ډګر ۹م او د سویس زوریخ هوايي ډګر ۱۰م ځای خپل کړ.