افغانستانخبرونه

طالبانو نن څلور تنه اعدام کړل

کابل ټیلیګراف – ۲۲ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو کې یې نن څلور تنه په عام محضر کې اعدام کړي دي.

د دغه محکمې څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، څلور کسان، چې د قتل په جرم  د طالبانو د سترې محکمې له‌خوا مجرم ګنل شوي وو، نن (جمعه، ۲۲ وری) د بادغیس، فراه او نیمروز په ولایتونو کې د دوی په وینا قصاص شول.

په اعلامیه کې زیاته شوې؛ له دوی څخه دوه کسان د بادغیس ولایت د مرکز قلعه‌نو ښار په ورزشي لوبغالي کې د زرګونو کسانو په مخکې اعدام شوي، چې د طالبانو قاضي القضات او نورو هم حضور درلود.

د طالبانو د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور رئیس مطیع الله متقي ویلي، دغه دوه کسان هر یو په څو قتلونو کې لاس درلود.

په ورته وخت کې، دوه نور کسان هم د قتل په جرم د فراه او نیمروز په ولایتونو کې اعدام شوي.

د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼې پر بنسټ، د دې څلورو کسانو د قصاص حکم د درې‌ګونو محکمو د پرېکړې او د دوی د مشر له تایید وروسته عملي شوی دی.