افغانستانخبرونه

ننګرهار کې یو کس خپله میرمن وژلې

کابل ټیلیګراف – ۲۳ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

سرچینې وایي، د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ کې یو کس خپله میرمن زندۍ کړې او وژلې دې.

دغه سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: یاده پېښه بیګا ناوخته د یادې ولسوالۍ په چهاردهي سیمه کې د دادخان په نوم د یوه کس له لورې شوې ده.

دغه سرچینې زیاته کړې، د دغه پېښې انګیزه نده معلومه، خو د طالبانو له لورې دادخان نیول شوې ده.

تر اوسه طالبانو د دغه پېښې په اړه څه ندي ویلي.