خبرونهنړۍ

سوریه کې دېرش ډله ییز قبرونه پیدا شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۳ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

را پورونه وایي، په سوریه کې د وروستیو کورنیو جګړو له امله د قرباني شویو کسانو دیرش ډله ییز قبرونه پیدا شوي دي.

سرچینو زیاته کړې، دغه قبرونه د علوي سیمو اړوند دي، چې په کې د سوریې د اوسني ولسمشر الجولاني اړوند کسانو له لورې وژل شوي دي.

د دې راپور له مخې، په تېرو دريو اوونيو کې ځينو مدني بنسټونو وکولای شول چې د علويانو پر وړاندې د شويو وژنو د مستندولو په موخه د سوريې ساحلي سيمو په لسګونو کليو او سيمو ته ورسيږي.

تر اوسه د سوريې اوسني حکومت په دې اړه رسمي څه ندي ویلي.