ځانګړي برخهراپورونه

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د سرحد په پیاوړتیا خبري شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۳ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د جمعي امنیت تړون سازمان عمومي منشي، د تاجکستان ولسمشر سره د افغانستان او دغه هېواد ترمنځ د سرحد د پیاوړتیا په اړه خبري کړي.

د جمعي امنیت تړون سازمان (CSTO) عمومي منشي ایمانقلي تاسماگامبتوف او د تاجکستان ولسمشر امامعلي رحمان، پرون په دوشنبې ښار کې دغه لیدنه ترسره کړې.

دواړو لوریو د سیمه‌ییز امنیت، دفاعي همکاریو، او د سازمان راتلونکو پلانونو په اړه مفصلې خبرې وکړې. دغه لیدنه د سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره یوه مهمه هڅه بلل کېږي.

د جمعي امنیت تړون سازمان په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په دې کتنه کې د دې سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د تاجکستان او افغانستان د سرحد د امنیت د پیاوړتیا لپاره یوه هدفمند دولتي پروګرام ته ځانګړې پاملرنه وشوه.

د جمعي امنیت تړون سازمان عمومي منشي د دوشنبې ښار ته د خپل سفر پر مهال، د تاجکستان د نوي دفاع وزیر امامعلي صابرزاده سره جلا کتنه هم ترسره کړې.

ایمانقلي تاسماگامبتوف تر دې مخکې ویلي وو چې د تاجکستان او افغانستان د سرحد د پیاوړتیا پروګرام به په ۲۰۲۵ کال کې پیل شي.

د جمعي امنیت تړون سازمان له خوا ورکړل شويو معلوماتو پر اساس، د تاجکستان او افغانستان د سرحد د پیاوړتیا پروګرام په درېیو مرحلو او د پنځو کلونو په موده کې د اجرا په موخه طرحه شوی دی.

په ورته وخت کې د دې مذاکراتو سره، په تېرو ورځو کې د روسيې او تاجکستان پوځي ځواکونو د غرنیو سيمو کې د تروريستانو سره د مبارزې لپاره د چمتووالي په موخه، د افغانستان خاورې ته نږدې یو ګډ پوځي تمرین ترسره کړ.

دا اندېښنه له دې امله راپورته شوې چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت خرابوالی، په ځانګړي ډول د داعش او د نورو وسلوالو ډلو فعالیتونه، د تاجکستان لپاره یوه جدي امنیتي ننګونه ګڼل کېږي. دغو چارواکو د ترهګریزو ګواښونو، سرحدي نفوذونو، او د وسلوالو احتمالي حرکتونو د مخنیوي لپاره د سرحدي کنټرول پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د تاجکستان او افغانستان اوږده او غرنۍ پوله له اوږدې مودې راهیسې د ناامنۍ، قاچاق، او وسلوالو حرکتونو یوه اصلي لاره بلل شوې. د CSTO چارواکو څرګنده کړې چې د تاجکستان پوله باید د ټول سازمان لپاره د امنیت لومړۍ کرښه وګڼل شي. د همدې لپاره، تمه ده چې دغه سازمان به د تخنیکي امکاناتو، استخباراتي معلوماتو شریکولو او حتی د ګډو سرحدي ګزمو له لارې له تاجکستان سره لا زیاته مرسته وکړي.

د روسيې دفاع وزارت هم اعلان کړی چې په تاجکستان کې یې دې تمرین په میدان کې، د اورلان-۱۰ بې پیلوټه الوتکې، ټانکونه، توپونه او ام‌ای-۲۴ چورلکې کارول شوې دي.

د جمعي امنیت تړون سازمان (CSTO) تاریخي ریښې تر ۱۹۹۲ کال پورې رسېږي، کله چې د پخواني شوروي اتحاد ځینې جمهوریتونو د ګډ امنیت لپاره د تاشکند تړون لاسلیک کړ. دا تړون په ۲۰۰۲ کال کې د CSTO په رسمي سازمان بدل شو، چې موخه یې د غړو هېوادونو تر منځ نظامي، امنیتي او ستراتېژیکو همکاريو پیاوړې کول دي. دغه سازمان د روسیې تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي او غړي یې د هر ډول بهرني یرغل پر وړاندې د یو بل د ملاتړ ژمنه لري. CSTO تر دې دمه په سیمه‌ییزو تمرینونو، استخباراتي تبادلو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې فعاله ونډه اخیستې.