
کابل ټیلیګراف – ۲۳ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا یوه دفاعي چارواکي ویلي چې هغه راپورونه چې وايي امریکا د بګرام پر هوایي اډه تسلط لري او یوه ټرانسپورټي الوتکه دې سیمې ته الوتلې، سم نه دي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د استخباراتو ادارې د عامه اړیکو مشرې لیز لیون، هم هغه ادعاوې رد کړې چې وايي مایکل الیس، د دې ادارې مرستیال بګرام ته تللی دی.
هغې د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل: «هغه راپورونه چې وايي مایکل الیس، د امریکا د استخباراتو ادارې مرستیال په بګرام هوایي اډه کې موجود دی، ناسم دي.»
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد،هم هغه راپورونه رد کړي وو چې وايي د امریکا پوځي الوتکه په بګرام هوایي اډه کې ناسته ده او ټینګار یې کړی وو چې دوی به د داسې کار اجازه ورنه کړي.
د بګرام هوایي میدان، چې د پروان ولایت کې موقعیت لري، د دوو لسیزو لپاره په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو اصلي اډه وه.