
کابل ټیلیګراف – ۲۳ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا پوځ د سویلي سرحد د کنټرول لپاره د یوه امر په صادرولو سره دغه سیمه د ملي دفاع سیمې په نوم اعلان کړه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د جمعې په ورځ د دې هېواد پوځ ته اجازه ورکړه چې د سویلي سرحد ځمکې کنټرول کړي.
ټرمپ د جمعې په ورځ په یوه امر کې، چې عنوان یې وو «د امریکا سویلي سرحد د تړلو او یرغلونو د مخنیوي لپاره پوځي ماموریت»، پوځ ته اجازه ورکړه چې د هغه د کډوالۍ پروګرام د پلي کولو لپاره د دې ځمکو قانوني واک ترلاسه کړي.
د یادونې وړده، چې واک د ټرمپ د رسیدو وروسته امریکا د کډوالو پر خلاف سخت او جدي اقدامات پیل کړي.