
کابل ټیلیګراف – ۲۳ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
نورستان کې سیمهییز سرچېنې وایي، تېره شپه پاکستاني ځواکونو د دغه ولایت د کامدېش ولسوالۍ پر ځینو سیمو هوایي بریدونه کړي چې له امله پنځه تنه ټپیان شوي دي.
یوه باوري سرچېنې چې نه غواړي نوم یې خپور شي کابل ټیلیګراف ته وویل چې دغه بریدونه تېره ورځ مازدیګر مهال وشول خو د شپې هم غږونه اورېدل کېدل.
دی وایي، په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه ټپیان شوي دي.
هغه د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې دوه کورونه هم زیانمن شوي او څاروي هم تلف شوي دي.
یو بل سرچېنه هم دغه بریدونه تاییدوي او وایي چې د نورستان لپاره د طالبانو والي په مشرۍ یو پلاوی د یادې سېمې لېدو ته ورغلی دی.
نورستان له پاکستان سره یو سرحدي ولایت دی او تر دې مخکې په دغه ولایت کې ورته پېښې شوي دي.