افغانستانخبرونه

د طالبان کرنې وزیر په مشرۍ یو پلاوی ازبکستان ته ولاړ

کابل ټیلیګراف – ۲۳ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري په مشرۍ یو پلاوی ازبکستان ته ولاړ.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه پلاوي کې د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې د مرستیال، د اوبو او انرژۍ وزارت د مرستیال او د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیالۍ، د بهرنیو چارو وزارت او د استخباراتو له ریاسته استازي ګډون لري.

سرچېنې لیکلي چې ‎ دغه پلاوی به د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، د خوړو خوندیتوب، وړتیا لوړونې او اړوندو نورو برخو کې د دواړو هېوادونو د همکاریو پراختیا په موخه له ازبیکستاني چارواکو سره پر اقلیمي بدلونو او د امو سیند د حوزوي اوبو پر سرچینو او اغېزو یې خبرې وکړي.

د طالبانو دویم ځل واک ته رسېدو وروسته: کله چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې یو ځل بیا پر افغانستان واک وموند، ازبکستان له هغو هېوادونو څخه و چې نسبتاً ژر یې له طالبانو سره تخنیکي او اقتصادي تماسونه پیل کړل، که څه هم تر اوسه یې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. دا تعامل زیاتره د اقتصادي اړتیاوو، سرحدي امنیت، او اوبو مدیریت ته راګرځي.

‎ ازبکستان یوه وچه‌برخې هېواد دی، او له افغانستان سره د سوداګرۍ، ترانزیټ، او د جنوبي آسیا بازارونو ته د لاسرسي لپاره لېوال دی. د ازبکستان-مزارشریف رېل‌پټلۍ او د “ترمز – کابل – پېښور” د رېل‌پټلۍ پلانونه د دې اړیکو مهمې نښې دي.