
کابل ټیلیګراف – ۲۳ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
پاکستان کې د طالبانو سفیر مولوي سردار احمد شکیب په دغه هېواد کې د بنګلدېش سفیر اقبال حسین سره لیدنه کړې.
اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغه لیدنې پر مهال دواړو لورو ترمنځ د اړیکو، مذهبي او تاریخي مشترکاتو او حقوقي خدمتونو خبري شوي.
اعلامیه وایي، چې دواړو لورو د بنګلدېش او افغانستان اتباعو ته د ویزو ورکړې په خدمتونو پیل کېدو هم خبري کړي.
د یادونې وړده، چې د جمهوري نظام پر مهال افغان پاسپورټ درلودونکو له ویزې پرته کولی شول، چې بنګلدېش ته سفر وکړي.