افغانستانخبرونه

نورستان کې طالبانو نهه میله بېلابېلې وسلې نیولي

کابل ټیلیګراف – ۲۳ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

نورستان کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې نهه میله بېلابېلې وسلې نیولي دي.

د نورستان ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وسلې په مرکز پارون او وانت او واما ولسوالیو کې نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وسلې د پخواني حکومت د نظامیانو له کورونو څخه ترلاسه شوي دي.

د یادې امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې،  نیول شوو وسلو کې ۴میله هنګري کلاشینکوفونه، ۳میله M16 ، یو میل خفیف کلاشینکوف او یو تفنګچه شاملې دي.