امریکايي ښځې د نړۍ د تر ټولو زیاتې خولې خلاصولو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

کابل ټیلیګراف – ۲۳ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې، د امریکا د الاسکا ایالت اوسیدونکې میري پرل زیلمر رابنسن، د خپلې غیر معمولي سترې خولې د خلاصولو له امله نړیوال ریکارډ جوړ کړ.
د رسنیو په راپورونو کې ویل شوي چې دا ښځه خپله خوله له ۷.۲۳ سانتي مترو څخه تر ۷.۳۳ سانتي مترو پورې خلاصولی شي، په داسې حال کې چې له دې مخکې دا ریکارډ د رامسډیل په نوم یو کس درلود، چې خپله خوله یې تر ۶.۵۲ سانتي مترو پورې خلاصوله.
د ښځې بې ساري کارنامه، د نړۍ د تر ټولو لویې خولې خلاصولو نړیوال ریکارډ جوړ کړ.
دغه میرمنې ویلي، دوی اووه وروڼه او خویندې دي او کله چې کوچنۍ وه، نو د خپلې خولې په پرانیستلو سره به یې خپل خویندې او وروڼه تنګول.
هغې زیاته کړه چې هغه د خپلې دې غیر معمولي وړتیا څخه خبره وه، خو هیڅکله یې ورته ځانګړې پاملرنه نه وه کړې، خو کله چې ورته معلومه شوه چې د نړۍ د تر ټولو لویې خولې خلاصولو یو نړیوال ریکارډ هم شته، نو پرېکړه وکړه چې دا ریکارډ مات کړي او خپل نوم یې د ګینیز نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې ثبت کړ.