
کابل ټیلیګراف – ۲۴ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
له اوږده غیابت وروسته د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په کابل کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر سره لیدلي او د هېواد په وروستیو تحولاتو یې خبرې کړي دي.
د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزیر په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه لېدنه کې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال محمد نبي عمري او د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان هم شتون درلود.
یاد وزارت لیکلي چې په دې لیدنه کې د هېواد پر وروستیو تحولاتو او کډوالو ته د رسیدګۍ پر چمتووالي بحث وشو.
مولوي عبدالکبیر ویلي چې په ټولو ولایاتو او بنادرو کې د کډوالو لپاره چمتوالی نیول شوی دی.
هغه له ولسونو، شتمنو هېوادوالو او امنیتي ادارو څخه غوښتي چې له راستنېدونکیو افغانانو سره تر خپل توانه مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې سرج الدین حقاني د طالبانو له مشر سره پر ځینو مسایل خفه و، بیا له هغه وروسته متحده عربي اماراتو ته ولاړ او نږدې دوه میاشتې هلته مېشت و، وروسته له هغې په ناڅاپي ډول خوست کې را څرګند شو او له هغه وروسته یې د طالبانو له مشر سره وکتل.
خو له تېرې نږدې یوې میاشتې راهیسې د حقاني په اړه کره معلومات نه و چې چېرته دی او څو میاشتې کیږي چې کورنیو چارو وزارت ته هم نه دی تللی.