افغانستانخبرونه

کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور ورځنی نندارتون جوړیږي

کابل ټیلیګراف – ۲۴ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د د طالبانو کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کابل کې «د کرنې او مالدارۍ ملاتړ، ستاسو د روغتیا او اقتصادي ودې ضامن دی» تر عنوان لاندې د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور ورځنی نندارتون جوړوي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا نندارتون د روان لمریز کال د غویي میاشتې له ۱۱ تر ۱۴ مې نیټې د کابل په بادام باغ کې جوړېږي.

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم ورته نندارتونونونه جوړ شوي دي.