
کابل ټیلیګراف – ۲۴ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
عمان کې د ایران او امریکا د مذاکراتو د لومړي پړاوو پای؛ دواړو خواوو دغه خبرې رغنده او هیله بښوونکې بللي دي.
عمان کې د ایران او امریکا د استازو ترمنځ د غیرې مستقیمو خبرو اترو د لومړي پړاو له پای ته رسېدو وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي دغه خبرې رغنده او هیله بښونکې بللې دي.
عراقچي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي:” خبرې اترې د متقابل درناوي په فضا کې ترسره شوې او دواړو خواوو پرېکړه وکړه، چې دا لړۍ به څو ورځې نوره هم وغځوي “.
له بلې خوا منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي، ستیف ویتکاف هم ټینګار کړی چې دا خبرې مثبتې او رغوونکې وې.
په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره خبرې ښې روانې دي.
باید وویل شي، چې د ایران او امریکا د استازو ترمنځ غیرې مستقیمې خبرې پرون (شنبه، د وري ۲۳مه) د عمان په پلازمېنه مسقط کې د دغه هېواد په کوربتوب ترسره شوې.