
کابل ټیلیګراف – ۲۴ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ د بیاځلي ولسمشر کېدو له پیله تر اوسه د افغانستان په ګډون له بېلابېلو هېوادونو ۲۶ امریکايي بندیان خوشې کړي دي.
د راپورونو له مخې چې دا امریکايان د افغانستان او روسیې په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې بندیان وو او واک ته د ډونالډ ټرمپ له راتګ وروسته خوشې شوي دي.
ویل کېږي، په دوی کې ځینې هغه کسان هم وو چې د فلسطین د حماس غورځنګ لخوا نیول شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې کابل ته د امریکايي پلاوي له راتګ سره سم یو امریکايي بندي د اسلامي امارت له بندخونې خوشی او له خپلې کورنۍ سره یوځای شو.
په رسنیو کې د ځینو امریکايي چارواکو په حواله دا هم ویل شوي چې د ټرمپ اداره به د نړۍ له بندخونو د امریکايي اتباعو د خوشېکېدو هڅو ته دوام ورکوي.