
کابل ټیلیګراف – ۲۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا د استازو جرګې د بهرنيو اړیکو کمېټې د طالبانو ته د مرستو رسېدو د مخنیوي لایحه تصویب کړې او د عمومي جرګې تصویب ته یې استولې ده.
د بهرنیو اړیکو کمېټې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه لایحه اسلامي امارت ته د امریکایي مالیه ورکوونکو د هر ډالر د نه رسېدو تضمین کوي.
د استازو جرګې د بهرنيو اړیکو کمېټې مشر برېن مسټ ویلي، دغه لایحه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مکلف کوي چې د یوې سټراټیژۍ په جوړولو سره هېوادونه او نا دولتي سازمانونه له اسلامي امارت سره د مرستو منعه کړي.
نوموړي زیاته کړې چې دا لایحه د هغو بهرنیو مرستو کارونه هم رانغاړي چې د امریکا له لوري تمویل شوي وي، څو پر هېوادونو او سازمانونو فشار واچوي چې د افغانستان له اوسنيو چارواکو سره مرستې ونه کړي.