افغانستانخبرونه

اسرائیلو غزه کې پر الاهلي روغتون برید کړی

کابل ټیلیګراف -۲۵ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د غزې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې غزه کې پر الاهلي روغتون د اسرائیلو له برید وروسته دغه روغتیایي مرکز له فعالیت څخه لوېدلی او سلګونه ناروغان له درملنې بې‌برخې شوې دي.

د رویټرز د راپور له مخې، نن (یکشنبه، د وري ۲۴مه) د اسرائیلو په راکټي بریدونو کې د الاهلي روغتون د جدي پاملرنې او جراحي څانګې په بشپړ ډول ویجاړې شوې دي.

د غزې د عامې روغتیا وزارت ویاند خلیل دقران ویلي، سلګونه ناروغان او ټپیان نیمه‌شپه د دغه روغتون پرېښودو ته اړ شوي او اوس‌مهال له روغتيايي پاملرنې پرته په سړکونو شپې سبا کوي.