
کابل ټیلیګراف – ۲۶ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
په یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو له لوري د نوري فایبر انټرنټ له بندیدیو وروسته ځینو کسانو په ټولنیزو پاڼو کې سخت غبرګونونه ښودلي او ویلي یې دي چې د دغه کار مخه باید ونه ونیول شي او ځینو نورو بیا په طنز امیز ډول لیکلي چې د منکراتو د مخنیوي په موخه دې له خلکو سترګې وایستل شي.
له تېرې ورځې راهیسي په بلخ، کندهار، هرات، فراه، نیمروز، اروزګان، کندز او یو شمیر نورو ولایتونو کې د طالبانو له لوري د د نوري فايبر انټرنيټ بند شوی دی، تازه معلومات دا دي چې په کابل کې هم د نوري فايبر انټرنېټ د قطع کېدو پر تصميم بحثونه په نهايي کېدو دي او په دې سره به له محدودو ادارو او ځايونو پرته په ټول افغانستان کې د نوري فايبر انټرنېټ بند شي.
د طالبانو رژيم د نوري فايبر بندولو دليل د فحشا او منکراتو مخنيوی ياد کړی دی.
پر ټولنیزو پاڼو د خلکو نیوکې
د کندهاري سالار په نوم یو تن لیکلي: «د انټرنيټ د بنديدو موضوع زموږ خلکو رشخند کړخ، ګنې دا موضوع بايد جدي ونيول شي، په ۲۱ مه پيړۍ کي د نړۍ د پرمختګ يو راز انټرنيټ دى، چې عملأ موږ ورڅخه محرومه کېږو. په افغانستان کي په دغه برخه کې مختلفو افغانانو په ميليونونو ډالر سرمايه ګذاري کړې او عملأ یې په زرګونه کسان پر کار کړي. د دې ټولو څخه ور ها خوا، د هيواد ټول بانکي او خصوصي سکټورونه چې ټول کار يې په انټرنيټ باندي دى، سخت زيانمن کيږي.»
شفیع الله ریحان لیکلي: «د منکراتو څخه د مخنيوي لپاره تر ټولو مؤثره او لنډه لاره دا ده، چې د خلکو سترګې و ايستل شي، ژبې يې په دا بېخ کې پرې شي، او په غوږونو کې ويلي سرپ ورواچول شي.»
حزب الله ستانکزي لیکلي: «له موټرو هم باید استفاده بنده شي ځکه چې ټکرونه کوي او د خلکو ژوند اخلي او اسلام کې د خلکو وژنه عظیمه ګناه لري.»
اباسین وفا لیکلي: «ښکاره خبره ده چې هیبتو د پنجاب په پلانونو روان ده او افغانستان دیرش کاله شاته دور ته بیایي ځکه پنجاب نه غواړي چې افغانان دې پرمختګ وکړي او نوره نړۍ سره سیال شي نو دغه کرنل هیبتو یې دغه کارونو له پاره ټاکلی او نور خرونه ورپسي روان دي.»
علي خان بیا طالبانو ته په خطاب کې لیکلي: «تاسو څه جرمانه ورکړې چې عملاً په هرډول ګناه او فساد کيې اخته ياست چې اوس يې مونږ د مبايل په استعمال کې ورکړو.»
دا په داسې حال کې ده چې د سایبر برخې کارپوهان په دې باور دي چې په اوسنۍ نړۍ کې د انټرنېټ بندول ناممکنه کړنه ده.
کارپوهان وايي، که دولتونه انټرنېټ بند کړي نو اوسمهال د اپل، ټيسلا او میټا په څېر شرکتونه شته چې خلکو ته د سپوږمکيو له لارې وړیا او يا هم په بيه د انټرنېټ زمینه برابره کړي.










