افغانستانخبرونه

طالبانو د ملګرو ملتونو څرګندونې رد کړې

کابل ټیلیګراف – ۳۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي،  د ملګرو ملتونو هغه ادعا یې رد کړې، چې ګوندې په هر دوه ساعته کې په افغانستان کې یوه مور خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق اجرایوي مرستیال آندره سابرتون، په وروستیو کې په یوه غونډه کې خبرداری ورکړی و، چې په هر دوه ساعته کې په افغانستان کې یوه مور د حمل د مخنیوي وړ عوارضو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په ورته وخت کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل دا شمېرې ناعادلانه بللې او له ملي او نړیوالو بنسټونو یې غوښتي، چې د داسې معلوماتو له خپرولو مخکې له دې وزارت سره همغږي وکړي.

د عامې روغتیا وزارت ادعا کوي، چې په افغانستان کې طالبانو له راتګ راهیسې، د میندو او ماشومانو روغتیا ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې د میندو او نوي زیږېدلو ماشومانو د مړینې کچه پکې لوړه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د نړیوالو مرستو د بندېدو له امله د لسګونو روغتیايي مرکزونو فعالیتونه درېدلي دي.