
کابل ټیلیګراف – ۳۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت د پروژو د پلان، څېړنې او تطبیق د رییس په مشرۍ د دغه وزارت یوه پلاوي ایران ته ولاړ.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پلاوي دواړو هېوادونو کې د ټرانزیټي موټرو د تیرپارک او د ټرانسپورټي زېربناو د پراختیا لپاره د ځمکې د مالومولو په موخه ایران ته سفر کړی دی.
ایران د افغانستان لپاره یو له مهمو ترانزیټي هېوادونو څخه دی، په ځانګړي ډول د چابهار بندر د افغانستان لپاره ستراتیژیک ارزښت لري. دواړه هېوادونه هڅه کوي چې د ټرانزیټي اړیکو پراخولو له لارې نه یوازې سوداګرۍ ته وده ورکړي، بلکې د موټرو د تیرپارکونو جوړولو، د سرحدي لارو منظمولو او د ټرانسپورټي زېربناوو پر پراخېدو هم کار وشي.