افغانستانخبرونه

زلمی خلیلزاد: د طالبانو او امریکا ترمنځ پياوړې اړیکې د دواړو په ګټه دي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی، زلمی خلیلزاد وایي چې د ا.ا او امریکا ترمنځ پیاوړې اړیکې به دواړو لورو ته ګټورې وي.

خلیلزاد په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا مهال افغانان د ځینو خاصو لاملونو ته په کتو له امریکا سره پياوړې او نږدې اړیکې غواړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي د کابل او واشنګټن ترمنځ په اړیکو کې یو ستر خنډ «بندیان» بللي او ټینګار یې کړی چې د دغه خنډ له منځه وړل به د اړیکو په ټینګښت کې حیاتي رول ولوبوي.

خلیلزاد یو وار د کوم هېواد له نوم اخیستو پرته ویلي چې دا مهال افغانستان ته ‘له خپلو ګاونډیو هېوادونو څخه د ګواښ لرلو په صورت کې’ له امریکا سره د ښه تعامل غوښتونکی دی. 

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تازه د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ یو وار بیا په بګرام هوايي اډه کې د امریکايي حضور غوښتنه کړې ده

خو په غبرګون کې یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ځینو چارواکو «ټرمپ» یو سوداګر بللی او ویلي یې دي چې نوموړی د بګرام اډې د ترلاسه‌کولو لپاره د تعامل هڅې کوي.