
کابل ټیلیګراف – ۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
سرچینې وایي، د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار شیرزي لوبغالې ته څېرمه پرون مازیګر له یوې ریکشا څخه په یو تن ډزې وشوې او هغه یې وواژه.
دغه سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: یاد کس چې شیرزي لوبغالي ته داخلیده، په سر د لګیدو له امله یې هملته ساه ورکړه، خو بریدګر له سیمې په تېښته بریالی شوی دی.
د وژل شوي کس هویت معلوم نه دی او ولسي خلکو یې جسد د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته لېږدولی دی.
د ننګرهار د امنیې قومنداني لپاره طالب ویاند سید طیب حماد هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.