
کابل ټیلیګراف – ۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د هندوستان به ختیځ ایالات جهارک هنډ کې د ترافیکي پېښې له امله اتلس تنه وژل شوي دي.
چارواکو ویلي، د هند په ختیځ ایالت جهارک هنډ کې د سېشنبې په ورځ یوه بس د ګاز سلنډرونو څخه ډک ټرک سره ټکر وکړ، چې له امله یې اتلس تنه ووژل شول.
د پېښې له ځایه ترلاسه شوي ویډیوګانو کې بس په سخت ویجاړ او سوزیدلې حالات کې لیدل کیږي.
له بلې خوا، د هند لومړي وزیر نریندر مودي د پېښې د قربانیانو د کورنیو سره ژور خپګان او خواخوږي څرګنده کړه.
د دولتي شمېرو له مخې، په هند کې هر کال زرګونه کسان په ترافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د هند د ټرانسپورټ وزیر نتن ګډکري په وینا، یوازې په ۲۰۲۳ کال کې له ۱۷۳ زرو څخه زیات کسان ترافیکي پېښو کې وژل شوي دي.