
کابل ټیلیګراف – ۲ غویي ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو وروسته تاجکستان هم د یوې پروسې له بشپړولو وروسته ۴۷ افغان کډوال له دغه هېواد څخه ویستل.
د را پورونو له مخې؛ دغه افغان کډوالو چې د کډوالۍ پېژندن پاڼې یې هم درلودې، امنیتي مرکزونو ته ور بلل شوي و او ترې د اسنادو اخیستلو وروسته یې د افغانستان سره سرحد ته لیږلي.
سرچینې وایي، دغه کسان نن د شیرخان بندر له لارې افغانستان ته را لیږل شوي دي.
دا پېښه په وروستیو میاشتو کې د تاجکستان څخه په زوره د افغان کډوالو درېیمه څپه ده، خو تر اوسه پرې کوم نړیوال غبرګون ندی ښودل شوی.