
کابل ټیلیګراف – ۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
راپورونه وايي، پرون غرمه مهال د ترکیې په استمبول ښار کې د ۶ اعشاریه ۲ درجې زوروره زلزله شوې چې له امله يې تر اوسه ۱۵۰ کسان ټپيان شوي دي.
دغې زلزلې څو ودانۍ په بشپړ ډول ړنګې کړي او زرګونه ودانيو ته يې زیانونه اړولي دي.
د ترکیې حکومتي چارواکو ځايي اوسېدونکو ته تر دغې زلزلې وروسته د زلزلې د نورو ټکانونو د را منځته کېدو خبردارې هم ورکړی او ورته يې د ځان د خوندي ساتلو سپارښتنه کړې ده.
رسنيو راپورونه ورکړي چې تر اوسه په دغه زلزله کې د۱۵۰ ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.