
کابل ټیلیګراف – ۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
هند د کشمیر د ترهګریز برید په غبرګون کې سخت غبرګون ښودلي، چې په کې د سرحد تړل، د اوبو تړون ځنډول او له دغه هېواد څخه د پاکستاني دیپلوماتانو ایستل شامل دي.
د اپریل په ۲۲مه په پاهلګام کې د ترهګریز برید وروسته، د هند د کابینې امنیتي کمېټې، چې د لومړي وزیر په مشرۍ جوړه شوې وه، د پاکستان پر وړاندې سختې پرېکړې وکړې.
د دوی د پرېکړو له مخې؛ د سند اوبو تړون وځنډول شو، د اټاري سرحدي لاره وتړل شوه او د پاکستاني وګړو لپاره د سارک ویزې لغوه شوې.
همدارنګه، د پاکستان پوځي سلاکاران له ډیلي څخه وشړل شول او د سفارتخانو د کارکوونکو شمېر کم شو.
هند دا اقدامات د پاکستان له خوا د سرحدي ترهګرۍ د ملاتړ په ځواب کې بللي او پر عاملینو یې د تعقیب ټینګار کړی دی.